د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې وسلهوالو کسانو دوه موټر درولي او د سپرلیو د تښتولو راپور ورکړل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، پېښه د فقیرا پر سړک هغه مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو موټرونه درولي او سپرلۍ یې د وسلو په زور له ځان سره بیولې دي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ایساېماې پولیسو تاڼې د امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
تر اوسه د تښتول شویو کسانو د شمېر، هويت او د پېښې د علت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.


