د طالبانو امنیتي سرچینې: ډنډ پټان ته څېرمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي

0
29

د پکتیا د ډنډ پټان اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې پر مهال د اوو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو امنیتي سرچینو راپور ورکړی، چې په دې نښته کې د پاکستاني لوري دوه امنیتي برجونه او یوه څارونکې کمره هم له منځه وړل شوې ده.

د سرچینې په وینا، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې لا هم نښتې په وقفه‌یي ډول دوام لري، خو د جګړې شدت د پخوا په پرتله کم شوی دی.

تر اوسه د دغو تلفاتو او زیانونو په اړه د پاکستان حکومت څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ