د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دغه هېواد له پارلمان څخه د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې، څو د سعودي عربستان د غوښتنې په صورت کې، د دغه هېواد د دفاع لپاره د پوځي اقدام اجازه ترلاسه کړي.
السیسي ټینګار کړی، چې د مصر موخه د جګړې پیلول یا پر بل هېواد برید نه دی، بلکې د سعودي عربستان د خاورې او امنیت دفاع ده.
نوموړي ویلي، مصر په سیمه کې د کوم ځانګړي رول د ترلاسه کولو په موخه اقدام نه کوي، خو د سعودي عربستان امنیت او ثبات ته ګواښ ورته د منلو وړ نه دی.
په همدې حال کې، د مصر پارلمان اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ به په دې اړه غونډه وکړي.
د مصر ولسمشر د خلیجي هېوادونو د اقتصادي مرستو ستاینه هم کړې او ویلي یې دي، چې د دغو هېوادونو امنیت د مصر له ملي امنیت سره تړلی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سعودي عربستان د یمن د حوثیانو له بریدونو سره مخ دی.


