بلوچستان کې ۲۰ پولیس تښتول شوي؛ یوه تشه امنیتي پوسته هم ویجاړه شوې

0
57

د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ د نامعلومو وسله‌والو له لوري ۲۰ پولیس تښتول شوي او په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د پولیسو یوه تشه امنیتي پوسته هم ویجاړه شوې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، تښتول شوي پولیس چې د رخشان ډویژن د واشک، چاغي، خاران او نوشکي ولسوالیو اوسېدونکي دي، د قلات د پولیسو په روزنیز مرکز کې یې روزنه ترلاسه کوله او د رخصتۍ پر مهال په یوه شخصي موټر کې له قلات څخه نوشکي ته روان وو.

د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي په وینا، وسله‌والو دغه پولیس د قلات ولسوالۍ له یوې سیمې تښتولي، د مستونګ ولسوالۍ سیمې ته یې لېږدولي او وروسته یې نامعلوم لوري ته بیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې وسله‌والو د موټر چلوونکی او درې نور مسافر خوشې کړي، خو پولیس یې له ځان سره بیولي دي.

چارواکي وايي، د تښتول شویو پولیسو د بېرته خوشې کولو هڅې پیل شوې دي، خو تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د حکومتي چارواکو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي.

تېره پنجشنبه هم نامعلومو وسله‌والو د کوټې او خاران ترمنځ د سفر پر مهال د قلات ډویژن کمېشنر اسدالله کاکړ او د هغه موټر چلوونکی تښتولي وو، چې د راپورونو له مخې لا هم نه دي موندل شوي.

تر دې مخکې د سپټمبر پر ۲۰مه د خاران مرستیال کمېشنر او وروسته د پنجګور مرستیال قاضي هم تښتول شوي وو، خو دواړه وروسته خوشې شول.

په یوه جلا پېښه کې، د بلوچستان په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‌والو د پنکۍ په سیمه کې د پولیسو یوه تشه امنیتي پوسته ویجاړه کړې ده.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې د پېښې له خبرتیا وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړل، خو هغوی د پنجپۍ سیمې پر لور وتښتېدل.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ