فضلي: د ولسي انسجام پر پیاوړتیا باید تمرکز وشي

0
45

د اکثریت ګوند غړي ډاکتر فصل محمود فضلي د ولسي انسجام پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو په اړه د اروپایي هېوادونو او امریکا دریځ د لابي، زاریو او شخصي مشورو له لارې نه بدلېږي.

نوموړي زیاته کړې، د لوېدیځ د دریځ بدلولو لپاره دا ډول هڅې، که هر نیت ولري، د وخت ضایع کول دي او ولس ته ګټه نه رسوي.

فضلي ټینګار کړی چې وخت، انرژي او فکري هڅې باید د داسې ولسي انسجام په رامنځته کولو ولګول شي چې هم د دوام وړتیا ولري او هم د بدلون راوستلو وړتیا.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ