فضل‌الرحمان: افغانستان کې پانګونه زیاتېږي، خو پاکستاني سوداګر خپله پانګه بهر ته لېږدوي

0
37

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان وايي، افغانستان له څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو سره سره د اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی او بهرنۍ پانګونه پکې مخ پر زیاتېدو ده؛ خو په پاکستان کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله سوداګر خپله پانګه نورو هېوادونو ته لېږدوي.

نوموړي د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د نږدې یوه کال راهیسې تړل کېدو او له هند سره د پولو بندېدو د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

فضل‌الرحمان د افغانستان او پاکستان د اسعارو ارزښت ته په اشارې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي وضعیت د پام وړ بدلون کړی دی.

د هغه په وینا، افغانستان د تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو جګړو له امله له پراخې ویجاړۍ سره مخ شوی، خو اوس په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د زیاتېدو او له نړیوالو سوداګرو سره د تړونونو د لاسلیک کېدو بهیر روان دی.

هغه زیاته کړې، په پاکستان کې بیا سوداګر او پانګه‌وال د پانګونې لپاره لېوالتیا نه لري او د خپلې پانګې د لېږد په فکر کې دي؛ هغه وضعیت چې د نوموړي په باور، د اندېښنې وړ دی.

د جمعیت علمای اسلام مشر د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د بېړني حالت د اعلان او د والي د واکمنۍ د احتمالي پلي کېدو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

نوموړي ادعا کړې چې د دغو اقداماتو تر شا د ایالت د قیمتي کاني زېرمو د ترلاسه کولو هڅې پرتې دي.

فضل‌الرحمان همداراز تور پورې کړی، چې د خیبر پښتونخوا د کاني سرچینو امریکا ته د سپارلو هڅې روانې دي او په دې تړاو له واشنګټن سره له وړاندې هوکړې شوې دي.

هغه ویلي، د بهرنیو ځواکونو د راوستلو لپاره د پاکستان د حکومت اقداماتو روسیه او چین هم اندېښمن کړي دي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو محدودیتونه او د سرحدي لارو تړل کېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو اغېز کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ