امریکایي سیاسي شنونکي او لیکوال اندریو کورېبکو په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، چې اوکراین ته د پاکستان احتمالي وسلوال ملاتړ ښايي د اسلاماباد او مسکو اړیکې زیانمنې کړي او له واشنګټن سره یې هم اړیکې له ستونزو سره مخ کړي. د نوموړي په باور، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي دا اقدام د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو هڅو پر وړاندې خنډ وبولي؛ ځکه نوموړی هڅه کوي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له روسیې سره یوې هوکړې ته وهڅوي.
کورېبکو لیکي چې په ټولنیزو رسنیو کې اوکراین ته د پاکستان له لوري د وسلو د احتمالي ورکړې موضوع وروسته له هغه ګرمه شوې چې یو شمېر پاکستاني حسابونو د روسیې او طالبانو د اړیکو په تړاو پر مسکو نیوکې پیل کړې. دا بحثونه د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د احتمالي روسي وسلوال ملاتړ په اړه د راپورونو او ادعاوو په غبرګون کې راپورته شوي دي.
په همدې لړ کې، یوه ناتایید شوې ادعا هم خپره شوه چې ګواکې هند د روسیې په اجازه د طالبانو له لوري د بلاروسۍ بېپیلوټه الوتکو د پېرلو لګښت ورکوي. د دې ادعا پر بنسټ، ځینو پاکستاني حسابونو دا تور مطرح کړ چې روسیه د پاکستان پر ضد طالبانو ته وسلې ورکوي او په غبرګون کې یې اوکراین ته د پاکستان د وسلو د لېږلو غوښتنه وکړه.
د کورېبکو په وینا، د دغو حسابونو چلوونکي د پاکستان د پوځي او استخباراتي کړۍ، چې په دغه هېواد کې د «اسټېبلشمنټ» په نوم پېژندل کېږي، ملاتړ کوي. نوموړی زیاتوي چې د ځینو لویو حسابونو په اړه شکونه هم شته چې ښايي له دغې کړۍ سره اړیکې ولري.
د پاکستان له لوري اوکراین ته د وسلو د پخواني لېږد په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي. د «انټرسیپټ» وېبپاڼې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې راپور ورکړ چې پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور هوکړه کړې وه. د راپور له مخې، دا هوکړه د پخواني لومړي وزیر عمران خان له واکه تر لیرې کېدو وروسته شوې وه او پاکستان په بدل کې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا ملاتړ غوښت.
همدارنګه، بيبيسي اردو د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د عامه اسنادو پر بنسټ راپور ورکړ چې پاکستان د ۳۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توپچي مرمۍ دوو امریکایي خصوصي پوځي شرکتونو ته پلورلې وې، چې وروسته اوکراین ته ولېږدول شوې.
پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي. په پاکستان کې د روسیې سفیر د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ویلي وو چې په جګړه کې د پاکستان له لوري د وسلو د لېږد هېڅ ثبوت یې نه دی موندلی او دا ډول ادعاوې بېبنسټه دي.
کورېبکو احتمال مطرح کوي چې مسکو ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ساتلو لپاره د پاکستان د احتمالي پخوانیو وسلوالو معاملو په اړه له سخت غبرګون څخه ډډه کړې وي. د هغه په اند، اقتصادي فشارونو او د امریکا غوښتنو هم ښايي په دې برخه کې رول لرلی وي. نوموړی د چین او ترکیې له لوري اوکراین ته د وسلو او بېپیلوټه الوتکو د اړوندو تجهیزاتو پلور ته هم اشاره کوي او وايي چې دغو معاملو د روسیې او یادو هېوادونو اړیکې په بشپړه توګه نه دي خرابې کړې.
خو د کورېبکو په باور، که پاکستان یو ځل بیا اوکراین ته وسلې ورکړي، ښايي له روسیې سره یې اړیکې زیانمنې شي او مسکو به پاکستان ته د امنیتي ګواښ په سترګه لا ډېر وګوري. نوموړی په عین حال کې اټکل کوي چې دا ډول اقدام به د روسیې او اوکراین د جګړې پر عمومي بهیر د پام وړ اغېز ونه لري. هغه باور لري چې روسیه به د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو د پرلهپسې بریدونو له لارې دغه هېواد تر ژمي پورې لا ډېر کمزوری کړي.
د لیکنې له مخې، د ټرمپ او زلنسکي ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او له روسیې سره د احتمالي هوکړې پر شرایطو اختلافات هم د دې موضوع اهمیت زیاتوي. ټرمپ له روسیې سره د طبیعي سرچینو پر محور ولاړې ستراتیژیکې همکارۍ ته هم لېوالتیا ښودلې ده.
له همدې امله، کورېبکو لیکي چې اوکراین ته د پاکستان احتمالي وسلوال ملاتړ ښايي د واشنګټن له نظره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د هڅو پر وړاندې یو ګام وګڼل شي او د اسلاماباد او واشنګټن اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړی په پای کې خبرداری ورکوي چې د پاکستان د پوځي او استخباراتي کړۍ هغه عناصر چې د بریتانیا او د ټرمپ د مخالفو کړیو تر اغېز لاندې دي، ښايي د روسیې له لوري طالبانو ته د وسلو د احتمالي ورکړې په غبرګون کې اوکراین ته د وسلو د لېږلو په اړه فکر وکړي؛ خو د ده په اند، اسلاماباد باید د داسې اقدام تر کولو مخکې د هغه سیاسي او ستراتیژیکې پایلې په دقت وارزوي.


