د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ایلم نیوز ته ویلي، فریدون د فتح خان زوی، چې د ننګرهار د درهنور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او د کابل د پلچرخي سیمې اوسېدونکی و، په پکتیا کې وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، فریدون د روانې میزان میاشتې په ۱۳مه په جلالاباد ښار کې د محبس د کشف پر آمر د برید اصلي عامل و، چې نوموړی پکې وژل شوی و.
سرچینه زیاتوي، فریدون د برید له ورځې راهیسې تر څارنې لاندې و او تېره شپه پاکستان ته د تښتېدو پر مهال، د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې د تېرېدو په وخت کې، امنیتي ځواکونو په نښه کړی او وژلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د یاد برید ټول نور ښکېل کسان هم نیول شوي او د برید اصلي عامل فریدون ووژل شو.


