منظور پښتین: پاکستان په پښتونخوا کې لومړی وسله والې ډلې جوړې او وروسته د عملیاتو په نوم خلک بې‌ځایه کړي

0
50

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د هاګ د عدالت په ډیالوګ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په اړه ویلي، چې په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي او روزي یې، او وروسته د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم خلک له خپلو سیمو په جبري ډول باسي.

د پښتین د وینا پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی او په هالنډ کې د پاکستان سفیر له غونډې وتلي دي.

د راپور له مخې، د نورو هېوادونو ځینو استازو د هغوی د وتلو پر مهال ناخوښي څرګنده کړې ده.

پښتین د پنجشنبې په ورځ، د میزان پر ۲۳مه، په ثبت شوې وینا کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو، هدفي وژنو، جبري ورکېدنو، بې‌ځایه کېدو او د ماینونو د چاودنو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو، نړیوالې جزايي محکمې او اروپايي ټولنې یې د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ادعا کړې، چې په تېرو ۲۳ کلونو کې په پښتونخوا کې د جګړو له امله میلیونونه خلک زیانمن شوي او له ۲۰۰۴ کال راهیسې لسګونه لوی پوځي عملیات او زرګونه واړه هدفي عملیات ترسره شوي؛ خو د ده په وینا، دغو عملیاتو سوله او امنیت نه دی ټینګ کړی.

د پښتین د معلوماتو له مخې، د ماینونو په سلګونو چاودنو ۱،۲۵۰ ملکي وګړي وژلي او ۲۷۸ نور یې د تل لپاره معلول کړي دي.

هغه همداراز ادعا کړې، چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې ۷۶ زره پښتانه ملکي وګړي وژل شوي، ۶ زره او ۷۰۰ کسان لا هم لادرکه دي، ۲۵۰ زره کورونه او ۳۵ زره دوکانونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي ویلي، د دغو شمېرو د ثابتولو لپاره اسناد، شواهد او عیني شاهدان لري.

پښتین ویلي، چې د پوځي عملیاتو له لارې د پښتونخوا د کانونو او قیمتي طبیعي زېرمو لرونکو سیمو اوسېدونکي بې‌ځایه کېږي.

د هغه په وینا، لومړی د وسله‌والو ډلو له لارې ناامني رامنځته کېږي او وروسته پوځي عملیات ترسره کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هدفي وژنو، جبري ورکېدنو، ماینونو او د طبیعي زېرمو د لوټلو پر وړاندې د سوله‌ییز غږ پورته کولو لپاره رامنځته شوی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ