د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د کندهار په یوه جهادي مدرسه کې د دیني علومو پر زدهکړې، د نیت پر اصلاح او د استادانو پر درناوي ټینګار کړی دی.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اخندزاده ټینګار کړی چې د دیني علومو د زدهکړې موخه باید د دین پېژندل، د هغه پر لارښوونو عمل کول او نورو ته د پوهې لېږدول وي، نه د مقام او دنیوي ګټو ترلاسه کول.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي له زدهکوونکو غوښتي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، په علمي او فقهي غونډو کې ګډون وکړي، د مدرسې مقررات مراعات کړي او له خپلو استادانو سره په تواضع او درناوي چلند وکړي.
اخندزاده همداراز د زدهکړې په بهیر کې د ښه نیت او اخلاقو پر اهمیت ټینګار کړی او د دیني علومو د زدهکړې تر څنګ یې د هغو پر عملي کولو او نورو ته د ورزده کولو ارزښت یاد کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د دیني مدرسو فعالیت پراخ شوی دی.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې په افغانستان کې نږدې ۲۳ زره دیني مدرسې ثبت شوې وې.


