د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له لبناني ولسمشر جوزف عون سره په ټیلیفوني خبرو کې د حزبالله اړوند د سلګونو کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د ضبطېدو په اړه خبرې کړې دي.
روبیو له عون غوښتي چې هغه کسان، چې د دغو چاودېدونکو توکو د لېږد امر یې کړی، تمویل یې کړی او یا یې تنظیم کړی، باید حساب ورسره وشي.
روبیو ټینګار کړی چې دغه چاودېدونکي توکي حزبالله ته بېرته سپارل باید له امکانه بهر وي.
د راپور له مخې، لبناني امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ په یوه موټر کې سلګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیولي وو.
د حزبالله یوه پارلماني غړي حسن فضلالله هم تایید کړې چې دغه توکي د دوی د ډلې وو او ادعا یې کړې چې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د کارولو لپاره په پام کې نیول شوي وو.
رویټرز د حزبالله یوه چارواکي او یوې لبناني امنیتي سرچینې له قوله ویلي، دغه چاودېدونکي توکي د هغو چاودېدونکو بېپیلوټه الوتکو لپاره په پام کې نیول شوي وو چې اسرائیلي ځواکونه به یې په نښه کول.
په همدې حال کې، د لبنان ولسمشر جوزف عون روبیو ته ویلي چې لبناني پوځ او امنیتي ځواکونه د وسلو د ضبط، د وسلهوالو فعالیتونو د مخنیوي او د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پرېکړې عملي کوي.
عون له روبیو غوښتي چې پر اسرائیلو فشار راوړي څو د لبنان په سوېلي ښارونو او کلیو بریدونه ودروي.
روبیو همداراز د لبنان او اسرائیلو د پوځونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو غوښتنه کړې، څو د احتمالي نښتو د مخنیوي او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ لپاره زمینه برابره شي.


