د قرغیزستان ولسمشر، صدر جباروف، ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت او همکاریو لپاره مهم دی او دغه هدف باید د انزوا او فشار پر ځای د خبرو اترو او اقتصادي بیارغونې له لارې ترلاسه شي.
نوموړي دغه څرګندونې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس (سیکا) په اوومه سرمشریزه کې کړې دي.
جباروف ټینګار کړی، چې افغانستان د اسیا د امنیت او سیمهییزو همکاریو په ګډه حوزه کې مهم ځای لري او په دغه هېواد کې ثبات د سیمې له امنیتي او اقتصادي وضعیت سره نږدې تړاو لري.
د قرغیزستان ولسمشر په خپلو خبرو کې د دوامدارو خبرو اترو، اقتصادي بیارغونې او د نړیوالې ټولنې د همغږو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید داسې لارې چارې غوره شي چې د اوږدمهاله ثبات زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، د افغانستان په اړه د سیمهییزو او نړیوالو لوریو همکاري کولای شي د امنیت، اقتصادي پرمختګ او د هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.


