د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندان څخه په یوه پیغام کې له ټولو پاکستانیانو غوښتي، چې د ده په وینا، پر دغه هېواد د ظلم او جبر د نظام پر وړاندې د رښتینې ازادۍ لپاره مبارزه وکړي.
عمران خان ویلي، ملت باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره راپورته شي، ځکه د ده په باور، غلام ملت راتلونکی نه لري. هغه ادعا کړې، چې په پاکستان کې نه خپلواکه قضائیه قوه شته، نه خپلواکه ډیموکراسي او نه هم خپلواکې رسنۍ.
نوموړي زیاته کړې، چې د یوازیتوب په بند کې د سختو شرایطو زغمل یې د خپل ملت لپاره دي او ټینګار یې کړی، چې د ظلم او جبر پر وړاندې به سر ټیټ نه کړي.
عمران خان د تحریک انصاف له پلویانو او د ګوند له مشرتابه غوښتي، چې د رښتینې ازادۍ لپاره چمتووالی ونیسي. هغه ویلي، ملتونه هغه مهال خپلې موخې ترلاسه کوي، چې د خپلو حقونو لپاره په ګډه ودرېږي.
هغه په خپل پیغام کې د پاکستان اوسنی وضعیت د ظلم او استبداد له نظام سره تشبیه کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د عدالت او ازادۍ ورځ به ژر راورسي.


