مجاهد: یوناما د یوه بې‌طرفه نړیوال بنسټ پر ځای د افغانستان د نظام پر ضد تبلیغات کوي

0
40

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې له دغه دفتره غوښتي چې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.

مجاهد ویلي، په راپور کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او نورو رسمي ادارو له لوري د ځینو کسانو نیول «خپل‌سري» بلل شوي، خو د نوموړي په وینا، دغه نیونې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د غیرشرعي کړنو د مخنیوي او د کسانو د اصلاح په موخه ترسره شوې دي.

نوموړي پوښتنه کړې چې ولې یوناما په خپلو راپورونو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او لویو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو هڅو ته انعکاس نه ورکوي.

مجاهد یوناما تورنه کړې چې د یوه بې‌طرفه نړیوال بنسټ پر ځای د افغانستان د نظام پر ضد تبلیغات کوي او هڅه کوي نړیوالو ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د یوناما دغه ډول چلند د دې دفتر بې‌طرفي تر پوښتنې لاندې راولي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ