د طالبانو حکومت یوې امنیتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ایلم نیوز ته ویلي، چې په هلمند کې هېڅ پېښه نه ده شوې او د دوی ځواکونو ته هم کوم زیان نه دی اوښتی.
سرچینې زیاته کړې، چې نن یې په هلمند کې د کومې نښتې یا مرګژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د «متحدې جبهې» په نوم یوې وسلهوالې ډلې ادعا کړې وه، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی او پنځه طالب سرتېري یې وژلي دي.


