پېښور کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو پبېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی

0
45

د خیبر پښتونخوا د پېښور په افریدي‌آباد سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۲۷ زده‌کوونکي او یوه ښځینه ښوونکې شامله ده، په داسې حال کې چې ۱۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي، د ژغورنې ډلو تر اوسه ۴۰ کسان له خاورو او اوبو څخه را ایستلي او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري، ځکه د نورو کسانو د بند پاتې کېدو احتمال شته.

د پېښور چارواکو ویلي، چت هغه مهال را نړېدلی چې زده‌کوونکي په ټولګیو کې پر زده‌کړو بوخت وو.

د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او سیمه‌ییزو چارواکو د پېښې د لامل د معلومولو لپاره د څېړنو خبر ورکړی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ