قطر: افغان راستنېدونکي کډوال اساسي خدمتونو او کاري فرصتونو ته اړتیا لري

0
44

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، په جنیوا کې د دغه هېواد دایمي استازولۍ د افغان کډوالو او له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو په اړه په یوه لوړه‌پوړي بحث کې ګډون کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه ناسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرائیوي کمېټې د اووه‌اویايمې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د قطر استازولۍ په دې بحث کې ویلي، افغانستان د کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله له بشري، اقتصادي او پراختیايي ننګونو سره مخ دی او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو اړتیا شته.

قطر همداراز له افغانستان سره د رغنده خبرو د دوام غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې راستنېدونکو افغانانو ته باید سرپناه، زده‌کړې، روغتیايي او نور اساسي خدمتونه او د کار زمینه برابره شي.

د دغه هېواد استازولۍ ویلي، قطر به په افغانستان کې د زده‌کړو، روغتیا او د خلکو د معیشت په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ