رویټرز خبري اژانس وایي، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ زدهکوونکي او یوه ښوونکې وژل شوي دي.
د لېډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د پېښې ډېری قربانیان روغتون ته د لېږدولو پر مهال مړه شوي وو.
د نوموړي په وینا، د پېښې له امله تر لسو ډېر نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، وژل شوي زدهکوونکي ټول تر ۱۳ کلونو کم عمرونه لري.
د پېښې د علت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.


