ایران کې د سټارلینګ کارول جرم دی

0
50

ایراني چارواکو ویلي، چې د ایلان ماسک د «سټارلینک» سپوږمکۍ انټرنېټي خدمت پر وړاندې به خپل اقدامات نور هم سخت کړي.

تهران سټارلینک د جګړې وسیله بللې او ادعا یې کړې چې د ایران دښمنان یې د جاسوسۍ او پوځي عملیاتو لپاره کاروي.

د ایران د سترې ملي سایبري فضا شورا منشي محمدامین آقامېري ویلي، حکومت د سټارلینک د اړیکو د ګډوډولو لپاره څو بېلابېل سیستمونه لري.

نوموړي ادعا کړې چې دغه خدمت د دښمن د قوماندې او کنټرول، جاسوسۍ او معلوماتو راټولولو لپاره کارول کېږي.

په ایران کې د سټارلینک کارول یا د دې وسایلو درلودل له شپږو میاشتو تر دوو کلونو پورې د بند سزا لرلی شي، په داسې حال کې چې د سټارلینک وسایلو واردول او وېشل تر پنځو کلونو پورې د بند سزا لري.

ایران سږ کال لا دمخه دوه اوږدمهاله انټرنېټي بندیزونه لګولي دي.

د راپور له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته په دغه هېواد کې انټرنېټ د ۸۸ ورځو لپاره پرې شوی و.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که جګړه لا پراخه شي، ښايي پر انټرنېټ نور محدودیتونه هم ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومتي سانسور د مخنیوي لپاره د سپوږمکۍ انټرنېټ کارونه هم زیاته شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ