له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اسرائیلي ځواکونو له خوا تر ۲ زرو ډېر فلسطیني ماشومان نیول شوي

0
54

د فلسطین د بندیانو ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې اسرائیلي ځواکونو تر ۲ زرو ډېر فلسطیني ماشومان نیولي او اوس شاوخوا ۳۵۰ ماشومان په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

د دې ټولنې په راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې اسرائیلي چارواکي فلسطیني ماشومان له ګواښولو او نیونې نیولې تر شکنجې، لوږې او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د مخنیوي پورې له بېلابېلو کړنو سره مخ کوي.

د فلسطین د بندیانو ټولنې ویلي، له تور او محکمې پرته د ماشومانو بندي کول او د خوشې کېدو د نېټې نه ټاکل، د هغوی پر وړاندې بله سرغړونه او جرم دی چې ماشومان له کورنۍ او زده‌کړیز ثبات څخه بې برخې کوي.

دې ادارې د فلسطیني ماشومانو د خوشې کولو، د سرغړونو د څېړلو او د شکنجې، لوږې او درملنې ته د لاسرسي د مخنیوي د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د واقعي اقدام غوښتنه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ