ایمل ولي خان: د تحریک انصاف ملاتړ نه کوم؛ خو د ګورنر رول مخالفت کوم

0
52

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي واکمنۍ له اعلان سره مخالفت کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا دریځ د تحریک انصاف د حکومت د ملاتړ په معنا نه دی.

ایمل ولي خان وايي، د تحریک انصاف حکومت په تېرو کلونو کې خیبر پښتونخوا له مالي، اداري او سیاسي ستونزو سره مخ کړې، خو د دې حکومت د کمزوریو د سمولو لاره باید د جمهوري اصولو خلاف اقدامات نه وي.

نوموړي د ۲۰۱۳، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ کلونو ټاکنو ته په اشارې ادعا کړې چې په دغو انتخاباتو کې د عوامي نېشنل ګوند حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

هغه له چارواکو وغوښتل چې د هغو کسانو حساب‌وکتاب وکړي چې د ده په وینا، د ترهګریزو بریدونو، د ټاکنو د پایلو د لېږد سیستم یا RTS د بندېدو او د تحریک انصاف د محبوبیت د زیات ښودلو له لارې یې عوامي نېشنل ګوند له پارلماني سیاست څخه لرې ساتلی دی.

ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې که د پخوانیو پرېکړو او سیاسي مداخلې په اړه حساب ورکونه کېږي، نو ایا د دغو پېښو مسوول کسان به هم د حساب ورکولو لپاره راوغوښتل شي؟

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ