منظور پښتین د هاګ محکمې ۲۰۲۶ کال غونډې ته د ځانګړي ویناوال په توګه بلل شوی

0
15

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور احمد پښتین د هاګ د عدالت ډیالوګ (THJD 2026) راتلونکې غونډې ته د ځانګړي ویناوال په توګه بلل شوی دی.

د غونډې د تنظیموونکو په وینا، د پښتین ګډون به د بشري حقونو، انساني کرامت، عدالت او د جګړو د قربانیانو د غږ د نړیوال انعکاس په اړه د بحثونو یوه مهمه برخه وي.

په دې غونډه کې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه قانونپوهان، ژورنالستان، د بشري حقونو مدافعین او د نړیوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ