په اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان ښايي یوازې د تحریک انصاف ګوند د اعتراضونو د مدیریت لپاره نه، بلکې د پاکستان د نظامي مشرتابه له یوې سیمهییزې اجنډا سره تړاو ولري.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د سیمې د بیا نظامي کولو او نیابتي جګړو احتمال د افغانستان، چین، روسیې، مرکزي اسیا او ایران امنیت اغېزمنولی شي.
مشعل ټینګار کړی چې د سیمې بدل شوي شرایط د بېثباتۍ د پخوانیو تګلارو عملي کول ستونزمنوي.


