د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیې او اوکراین د انرژۍ د تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو درولو هوکړه کړې ده.
ټرمپ ویلي، دغه اوربند به سمدستي پلی شي؛ خو د هوکړې د شرایطو او مودې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، د ټرمپ اعلان ورته نوی خبر و، خو هېواد یې چمتو دی چې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په برخه کې ورته اقدام وکړي.

تر اوسه د روسیې له لوري د دې هوکړې د رسمي تایید او عملي کېدو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی.


