د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په نښه کولو د حوثیانو برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د شپږو پاکستاني وګړو په ګډون د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوي.
اسحاق ډار ویلي، پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه د منلو وړ نه دي، نړیوال قوانین نقضوي او د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه باید سمدستي ودرول شي.
هغه زیاته کړې، پاکستان له سعودي چارواکو سره په اړیکه کې دی او په ریاض کې یې خپل سفارت ته لارښوونه کړې چې له اړوندو چارواکو سره په همغږۍ د ټپي شویو پاکستاني وګړو د مرستې لپاره ټولې ممکنې هڅې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د سعودي عربستان د مشرتابه او ولس ترڅنګ ولاړ دی او د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د سعودي عربستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ملاتړ ته ژمن دی.


