هند وايي، د شنبې په ورځ د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر د برید پر مهال ۱۱ هندي وګړي ټپیان شوي دي. په ریاض کې د هند سفارت ویلي، له سیمهییزو چارواکو سره په اړیکه کې دی او هندي استازو له روغتونونو سره هم اړیکې نیولې ترڅو ټپیانو ته بیړنۍ روغتیاوې اسانتیاوې ورسیږي.


