خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالتکنډي: د خیبر پښتونخوا خلک دې دولت سره ودرېږي

0
25

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي له خلکو غوښتي چې د سیاسي اختلافاتو باوجود د سولې، امنیت او د دغه ایالت د پرمختګ لپاره سره متحد شي.

کنډي په یوه پیغام کې ویلي، خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې درانه زیانونه او قربانۍ ګاللي او د خلکو، پوځ، پولیسو او امنیتي ادارو قربانۍ باید بې‌پایلې پاتې نه شي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د دولت ترڅنګ ودرېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

د هغه په وینا، سیاسي اختلافات باید د ایالت د ګډو ګټو، امنیت او د راتلونکو نسلونو د راتلونکي پر وړاندې خنډ نه شي.

هغه زیاته کړې، چې د ایالت لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او له خلکو یې په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ