د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د فدرالي کابینې په غونډه کې د خیبر پښتونخوا پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه حکومت د ترهګرۍ ضد اداره (CTD)، پولیس او استخباراتي سیستم پیاوړي نه کړل.
نوموړي ویلي، د ۲۰۱۰ کال د مالي سرچینو په ملي جایزه کې څلورو ایالتونو خیبر پښتونخوا ته اضافي بودجه ځانګړې کړه، څو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي.
شهباز شریف پوښتنه کړې چې دغه پیسې چېرته ولګېدې، ځکه د هغه په وینا، په ټانک، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې لا هم بریدونه کېږي.
هغه د خیبر پښتونخوا له حکومت غوښتي چې له فدرالي حکومت سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.


