د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج د لګېدو منظوري ورکړې او د تحریک انصاف په مشرۍ د دغه ایالت واک یې له منتخب حکومت څخه اخیستی دی.
دا پرېکړه د فدرالي حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته شوې ده.
د پاکستان حکومت وايي، د ایالت حکومت د امنیتي او ترهګرۍ ضد اقداماتو په برخه کې خپله دنده سمه نه ده ترسره کړې.
ددې پ رېکړې سم سم د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدی د پاکستان د حکومت له لورې ونېول شو.
سهیل اپرېدي تر دې مخکې د ګورنر راج له لګېدو سره مخالفت کړی و.
د تحریک انصاف مشرانو هم دا پرېکړه غیرقانوني بللې ده.


