خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي لګېدو احتمال؛ د شهباز شریف حکومت سبا فوق العاده غونډه لري

0
35
Pakistan's newly elected Prime Minister Shehbaz Sharif, delivers speech after elected as Pakistan's prime minister for second term, in the National Assembly building in Islamabad, Pakistan March 3, 2024. Pakistan National Assembly/Handout via REUTERS

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سبا سهار ۹:۳۰ بجې د وفاقي کابینې مهمه غونډه رابللې، چې په کې په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي لګولو د منظورۍ امکان شته.

د سرچینو په وینا، که کابینه دا پرېکړه منظوره کړي، نو د وروستي تایید لپاره به ولسمشر آصف علي زرداري ته ولېږل شي.

ایمرجنسي یا بېړنی حالت هغه ځانګړی وضعیت دی چې حکومت په کې د جدي امنیتي یا نورو بحرانونو د کنټرول لپاره ځانګړي قانوني او اداري واکونه کاروي.

په دې موده کې د عادي حکومتي چارو د عملي کېدو څرنګوالی د اړوندو قوانینو له مخې بدلېدای شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ