د طالبانو حکومت اړوند رسنۍ ادعا کوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پکتيا له ډنډ پټان ولسوالۍ سره نږدې له پاکستاني ځواکونو سره وسله واله نښته روانه ده.
که څه هم دغو رسنیو تردې مهاله ددې بریدونو د کره ځای په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو ویډیو ګانو کې د طالب ځواکونو د سپکو او درنو وسلو د استعمال غږونه اوریدل کیږي.


