کابل کې د اندونیزیا سفیر د بامیان عامه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړي

0
22

کابل کې د اندونیزیا سفیر ناندا آوالیست د بامیان له عامه کتابتون څخه د لیدنې پر مهال دغه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اندونیزیا سفیر د بامیان عامه کتابتون ته تللی او د کتابونو د ډالۍ کولو ترڅنګ یې د کتاب لوستلو د فرهنګ پر ودې ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ناندا آوالیست ویلي، چې د کتاب لوستلو د دود د پراختیا لپاره به په افغانستان او اندونیزیا کې فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړ کړي.

د بامیان عامه کتابتون مسوولانو د اندونیزیا د سفیر دا اقدام د خلکو د علمي، فکري او فرهنګي ودې لپاره مهم بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د بامیان عامه کتابتون د دغه ولایت د مطالعې او علمي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه دی.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ کسانو دې کتابتون ته د مطالعې او کتابونو د امانت اخیستلو لپاره ورځي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ