خیبر پښتونخوا کې د ګورنر رول د پلي کېدو احتمال؛ د اسلام‌اباد او پي ټي ای ترمنځ کړکېچ زیات شوی

0
54

د پاکستان د مرکزي حکومت او په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف (پي ټي ای) د حکومت ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان فدرالي وزیران او د خیبر پښتونخوا د پارلمان غړي نن د خبري غونډو په جوړولو بوخت وو.

همداراز، ویل کېږي چې نن ماښام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر دې سلا مشورې روانې دي چې ایا په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شي او که د والي له لارې حکومتولي یا ګورنر رول پلی شي.

په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې هم د اعلی وزیر سهېل اپرېدي په مشرۍ غونډه روانه ده.

نوموړي په خپلو عامه غونډو کې د اسلام‌اباد پر لور د اوږده لاریون د پیل اعلانونه هم کړي دي.

شنونکي وایي، که د پاکستان فدرالي حکومت په رښتیا هم د ټاکل شوي حکومت د لرې کولو نیت ولري، نو دا اقدام به د امنیتي ستونزو د حل لاره نه وي، بلکې سیاسي کړکېچ به لا زیات او د پاکستان د سیاسي تاریخ پر پاڼو به یوه بله لانجمنه پېښه ورزیاته کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ