د روغتیا نړیوال سازمان: افغانان په رواني ستونزو کې یوازې نه دي

0
46

د روغتیا نړیوال سازمان د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت له افغانانو سره د پیوستون پیغام شریک کړی او د رواني هوساینې لپاره یې د یو بل د خبرو اورېدل، پاملرنه او ګډ ملاتړ مهم بللي دي.

دغه سازمان پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د هر انسان کیسه د اورېدو وړ ده او افغانان باید پوه شي چې د رواني روغتیا د ښه‌والي په برخه کې یوازې نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د رواني هوساینې د پیاوړتیا لپاره د خلکو ترمنځ پاملرنه، د خبرو اورېدل او یو بل ته ملاتړ ورکول مهم رول لري.

دغه سازمان د خپل پیغام ترڅنګ د افغانستان لپاره د خپل استازي ویډیويي پیغام هم خپور کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ