د ننګرهار امنیه قوماندانۍ: د انګور باغ لانجمنه ځمکه شخصي ده

0
26

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد له ایلم نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د جلال‌اباد ښار د انګور باغ په سیمه کې لانجمنه ځمکه شخصي ده او د طالبانو حکومت محکمې دغه ځمکه د دوی ځواکونو ته وېشلې ده.

حماد زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د سرې میاشتې د مشر شیخ دلاور کسان لاس نه لري.

د نوموړي په وینا، محکمې هغو اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر کړی، چې په یاده ځمکه یې په خپل سر کورونه جوړ کړي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د جلال‌اباد ښار د انګور باغ په سیمه کې د شیخ دلاور کسان غواړي په زور دغه ځمکه ونیسي.
بل لورې د سیمې اوسیدونکي وایي، د خپلو کورونو رسمي اسناد په لاس کې لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ