سعودي ائتلاف په یمن کې د حوثیانو د ۱۳۶ پوځي اهدافو د ویجاړولو ادعا کړې

0
49

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، په یمن کې یې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د پراخو پوځي عملیاتو پر مهال ۱۳۶ پوځي اهداف ویجاړ کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د سعودي ائتلاف ویاند ترکي المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې عملیات د حوثیانو د پرسونل او پوځي وړتیاوو پر ضد ترسره کېږي.

نوموړي ویلي، په دغو عملیاتو کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۳۶ پوځي اهداف په نښه او ویجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون راپور ورکړی چې سعودي ځواکونو د یمن په شمال لوېدیځ کې د صعدې ولایت ځینې سیمې په توغندیو ویشتلي دي.

په یمن کې د حوثیانو او د دغه هېواد د نړیوالې ټولنې له خوا د په رسمیت پېژندل شوي حکومت ترمنځ جګړه د جولای په میاشت کې بیا شدیده شوې او سعودي عربستان ته هم غځېدلې ده.

حوثیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د سره سمندرګي پر ساحلي سیمو د خپلې ولکې ترڅنګ، د سعودي عربستان پر ترانسپورتي مرکزونو، د تېلو تاسیساتو او نورو ملکي اهدافو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

سعودي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د پنجشنبې ورځې په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي؛ هغه بریدونه چې حوثیانو یې د ترسره کولو ادعا کړې وه.

په مقابل کې، د حوثیانو رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي په بریدونو کې د یمن په پلازمېنه صنعا کې د هوايي ډګر په شاوخوا کې دوه کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، سعودي عربستان او د یمن حکومتي ځواکونه هڅه کوي د حوثیانو پرمختګونه بېرته په شا وتمبوي او هغه سیمې ونیسي چې د باب‌المندب تنګي شاوخوا موقعیت لري.

دغه تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د بېړیو د تګ راتګ لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ