د جرمني لومړی وزیر فریدریش مرتس د بریتانیا له لومړي وزیر انډي برنهم سره نن د جرمني په پلازمېنه برلین کې وکتل.
دا د برنهم د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه جرمني ته لومړی رسمي سفر دی.
د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، د دواړو مشرانو د لیدنې مهم تمرکز د جرمني او بریتانیا پر دوهاړخیزو اړیکو، بهرني سیاست، اروپايي موضوعاتو او اقتصادي همکاریو و.
دواړو هېوادونو همداراز د سایبري بریدونو، تخریب او نورو ګډو یا غیرمستقیمو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ د پراختیا لپاره د یوه نوي امنیتي مشارکت د جوړولو هوکړه کړې ده.
په دې چوکاټ کې به د مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره د معلوماتو شریکول او د ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو همغږي پیاوړې شي.
د برلین په دې سفر کې د جرمني او بریتانیا د «کینزینګټن تړون» د تصویب اسناد هم تبادله شول، چې له مخې یې دواړه هېوادونه غواړي په دفاع، امنیت، اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ، په منځني ختیځ کې د بېثباتۍ او د نړیوالو سوداګریزو لارو د ګډوډۍ په ګډون د نورو نړیوالو موضوعاتو په اړه هم د بحث موضوعات لرل.


