د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، حافظ محمد امین جان عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په موخه د روسیې مسکو ښار ته تللی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې فورم کې به د ډیجیټلي حکومتولۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژیکو همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وشي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نړیواله غونډه کې به د طالبانو حکومت پلاوی هم د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي بدلون په برخه کې د هېواد تجربې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې کړي.
دغه فورم د بېلابېلو هېوادونو د استازو لپاره د ډیجیټلي ټکنالوژۍ په برخه کې د تجربو د تبادلې او د نړیوالو همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.


