
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره په لیدنه کې ویلي، سولهییز او باثبات افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
نوموړي په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو د فعالیتونو » په اړه اندېښنه ښودلې او د دغو ډلو پر وړاندې یې د مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
شهباز شریف همداراز د هند او پاکستان ترمنځ د سند اوبو تړون یو نړیوال حقوقي تړون بللی او د هند له لوري یې د دغه تړون د یو اړخیز ځنډولو پرېکړه ناسمه بللې.

