نړیوال بانک: د سیمې نږدې نیمایي بېوزله خلک په پاکستان کې ژوند کوي

0
49

د نړیوال بانک د یوه تازه راپور له مخې، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په ګډون د سیمې د بېوزلو کسانو نږدې نیمایي په پاکستان کې ژوند کوي.

راپور وايي، پاکستان د دغې سیمې د هغو خلکو شاوخوا ۴۸ سلنه برخه لري چې د ورځې له ۳ امریکايي ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.

د نړیوال بانک په وینا، د پاکستان د نفوس د زیاتوالي، اقتصادي ستونزو او د بېوزلۍ د لوړې کچې له امله دغه هېواد د سیمې د بېوزلو خلکو په شمېر کې د پام وړ ونډه لري.

نړیوال بانک ټینګار کوي چې د بېوزلۍ د کمولو لپاره د اقتصادي ودې ترڅنګ د کارموندنې، بشري پانګې او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې لا ډېرې هڅې اړینې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ