چودري: پاکستاني ځواکونه له وړاندې په سعودي عربستان کې مېشت دي

0
23

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) مشر ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې پاکستاني پوځي ځواکونه له وړاندې په سعودي عربستان کې حضور لري او په بېلابېلو برخو او ظرفیتونو کې فعالیت کوي.

نوموړي له سي ان ان سره په خبرو کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستاني پوځیان د مکې د دفاعي ائتلاف په چوکاټ کې سعودي عربستان ته استول شوي؟ وویل چې پاکستاني ځواکونه له څو لسیزو راهیسې په سعودي عربستان کې حضور لري.

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون د روان کال د اګست په اوومه لاسلیک شوی و.

د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو غړو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي او درې واړه هېوادونه د ګډې دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، په سعودي عربستان کې د پاکستاني ځواکونو حضور یوازې یوې برخې پورې محدود نه دی، بلکې په بېلابېلو پوځي ظرفیتونو او برخو کې فعالیت کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د مکې د دفاعي تړون له مخې د سعودي عربستان د دفاع لپاره د پوځي ځواکونو او وړتیاوو د چټک ځای پر ځای کولو په اړه هم هوکړه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ