امریکا پر ایران د احتمالي پراخو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي

0
41

اکسیوس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پنټاګون د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته امر کړی، څو پر ایران د احتمالي پراخو بریدونو لپاره د چمتووالي چارې بشپړې کړي.

اکسیوس ته امریکايي او اسرائیلي سرچینې وايي، ښايي دا بریدونه د نومبر له منځمهالو ټاکنو مخکې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، که امریکا او اسرائیل پر ایران بیا پراخ بریدونه وکړي، احتمالي هدفونه به د ایران اټومي تاسیسات، د انرژۍ زیربناوې او نور ستراتیژیک ځایونه وي.

د راپور له مخې، ایران ښايي په ځواب کې پر اسرائیلو او نورو هدفونو د توغندیزو بریدونو اقدام وکړي، چې ورسره د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې هم لوړېدای شي.

اسرائیلي چارواکي باور لري چې پر ایران د برید احتمال د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته ډېر دی، خو له ټاکنو مخکې برید هم نه دی رد شوی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ