مسعود پزشکیان سبا ترکمنستان ته سفر کوي

0
64

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به سبا د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړي.

د ایران د ولسمشرۍ دفتر په وینا، پزشکیان به د کسپین سمندرګي د حوزې د هېوادونو د سرمشریزې په غونډه کې ګډون وکړي او په ورته وخت کې به د خپلواکو دولتونو مشترک المنافع (CIS) د سرمشریزې غونډې ته د ځانګړي مېلمه په توګه ورشي.

د معلوماتو له مخې، پزشکیان به په دواړو غونډو کې وینا وکړي او د غونډو په څنډه کې به د یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره دوه‌اړخیزې خبرې او مشورې هم ترسره کړي.

د کسپین سمندرګي د حوزې د هېوادونو په سرمشریزه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ګډو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ