افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل ۲۵ کاله پوره شول

0
48

۲۵ کاله وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه، د امریکا متحده ایالاتو او متحدانو یې په افغانستان کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم پوځي عملیات پیل کړل.

د افغانستان جګړه شاوخوا دوه لسیزې روانه وه او د دې مودې پر مهال د افغان ملکیانو او امنیتي ځواکونو ترڅنګ بهرنیو سرتېرو ته هم درانه ځاني زیانونه واوښتل.

دغه جګړې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت هم پراخې اغېزې پرېښودې.

د جګړې په اوږدو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور د بېلابېلو پړاوونو له تېرېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېد.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل او په دې سره د امریکا د نږدې شلو کلونو پوځي حضور پای ته ورسېد.

د افغانستان د جګړې د پیل له ۲۵ کلونو تېرېدو سره، دغه جګړه لا هم د پراخو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو بحثونو موضوع ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ