خلیلزاد: روسیه د سایبریا د طاعون له کړکېچ سره د چرنوبیل په څېر چلند کوي

0
39

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، روسیه په سایبریا کې د طاعون له روانې پېښې سره داسې چلند کوي چې د ده په باور د ۱۹۸۶ کال د چرنوبیل اټومي ناورین او د ۱۹۷۹ کال د سوردلوفسک د انتراکس له پېښې سره ورته والی لري.

خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د مسکو د کړنلارې مهمې برخې د اغېزمنې سیمې قرنطین او جلا کول، سیمې ته د روغتیايي امنیت ځواکونو استول او د تګ راتګ محدودول دي.

نوموړي ادعا کړې چې روسیه هڅه کوي د دې پېښې هر ډول احتمالي پوځي یا وسلوال تړاو رد کړي او موضوع طبیعي پېښې ته منسوبه کړي.

هغه همداراز ویلي چې د پېښې، لاملونو او احتمالي پایلو په اړه د معلوماتو شریکول ډېر محدود دي.

خلیلزاد د چین د کووېډ-۱۹ د لومړنۍ خپرېدو پر مهال د معلوماتو له شریکولو سره هم ورته والی ښودلی او ویلي یې دي چې د ده په باور، د داسې چلند پایلې د نړۍ لپاره جدي کېدای شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په سایبریا کې د یوه لابراتوار د کارکوونکي له مړینې وروسته روسي چارواکو یو شمېر کسان تر طبي څارنې لاندې راوستي او ځینې ځایونه یې قرنطین کړي دي؛ خو روسیې تر اوسه د طاعون کومه تایید شوې انساني پېښه نه ده اعلان کړې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ