ټرمپ: امریکا به په سایبریا کې د طاعون له پېښې وروسته له روسیې سره مرسته وکړي

0
40

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات به په سایبریا کې د طاعون د څېړنیز انسټیټیوټ د یوه کارکوونکي له مړینې وروسته له روسیې سره مرسته وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي ویلي، په روسیه کې رامنځته شوې دا پېښه د روسیې لپاره یوه لویه ستونزه ده.

رویټرز راپور ورکړی چې په سایبریا کې د طاعون د څېړنیز مرکز یو لابراتواري کارکوونکی په نامعلومو شرایطو کې ناروغ شو او وروسته مړ شو.

د نوموړي له مړینې وروسته روسي چارواکو لسګونه کسان قرنطین کړي دي.

د پېښې د علت او د مړه شوي کارکوونکي د ناروغۍ په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ