فیض‌آباد؛ داعش او مقاومت دواړه د طالبانو د استخباراتي چارواکو د وژلو ادعا کوي

0
56

داعش خراسان ډلې ادعا کړې چې په فیض‌آباد کې یې د موټرسایکل‌بم په برید کې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی په نښه کړی دی.

د داعش په وینا، پدې برید کې یو ساتونکی وژل شوی او بل ساتونکي یې سر سري ټپي شوی دی.

بلخوا، د مقاومت جبهې په نوم ډلې نن ادعا کړې وه یاد برید دوی ترسره کړی او د طالبانو د استخباراتو مرستیال او دوه ساتونکي یې وژلي دي.
د دواړو لوریو ادعاوې یو له بل سره په ټکر کې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ