د ډلهییز جنسي تېري قرباني ۲۲ کلنه اذربایجاني مېرمن «ډیانا» د یکشنبې په ورځ د درېیو پولیسو په بدرګه خپل هېواد باکو ته ولېږدول شوه.
نوموړې د لاهور له هوايي ډګر څخه د PK-159 الوتنې له لارې باکو ته د پولیسو په ملتیا روانه شوه.
پولیس وايي، د پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیول شوي او جرم یې منلی، خو یو بل تورن لا هم تښتېدلی دی.
د قرباني طبي معایناتو هم د جنسي تېري پخلی کړی او د قرباني او شکمنو کسانو نمونې عدلي لابراتوار ته استول شوې دي.


