په عراق کې د حشد الشعبي اړوند کسانو له لوري د امریکا د بیرغ د سپکاوي له صحنو وروسته، د امریکا د کانګرس غړي جو ویلسن پر عراق د ایران د نفوذ په اړه نیوکه کړې ده.
ویلسن ویلي، د عراق د حکومت د امنیتي جوړښت یوه برخه د امریکا بیرغ تر پښو لاندې کوي او په ورته وخت کې د ایران د حکومت ستاینه کوي.
نوموړي د عراق له حکومت څخه پوښتنه کړې چې ایا دا د امریکا په اړه د بغداد رسمي دریځ دی؟
په ورته وخت کې د عراق لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دا سپکاوی غندي او په وینا یې او که د متحده ایالاتو ملاتړ او د دغه هېواد د سرتېرو او ښځینه پوځيانو زړورتیا او قربانۍ نه وای، ښايي عراق لا هم د صدام حسین تر واک لاندې وای.
خلیلزاد ویلي، هغه ډله چې د امریکا بیرغ ته سپکاوی کوي، د هغه ایران حکومت ستاینه کوي چې د صدام حسین د نسکورولو هڅه یې کړې وه، خو ناکامه شوې وه.
نوموړي دا پوښتنه هم کړې چې د عراق حکومت ولې د دې پېښې د ترسره کېدو مخه ونه نیوله؟
د یادونې وړ ده، چې حشد الشعبي په ۲۰۱۶ کال کې د عراق د امنیتي ځواکونو په رسمي جوړښت کې شامل شو، خو په دې ائتلاف کې یو شمېر ځواکمنې ډلې هم شته چې له ایران سره نږدې اړیکې لري.


