اڅکزی: پاکستان له جدي بحران سره مخ دی، ګډې مشورې ته اړتیا ده

0
53

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، اسلام‌اباد د افغانستان په اړه داسې سیاستونه غوره کړي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې یې لا خرابې کړې دي.

اڅکزي په یوه مرکه کې پوښتنه کړې چې پاکستان ولې له افغانستان سره خپلې اړیکې خرابوي، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د لویو قدرتونو پر وړاندې د مقاومت له امله ځانګړی ځای لري.

هغه ویلي، امریکا له شاوخوا شلو کلونو جګړې وروسته له افغانستانه ووتله او تر هغې وړاندې شوروي اتحاد هم په دغه هېواد کې له اوږدې جګړې وروسته وتلو ته اړ شو.

اڅکزي د پاکستان د پخواني پوځي واکمن ضیاءالحق د دورې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې هغه مهال افغان جنګیالي د «ازادۍ مبارزین» بلل کېدل او ویل کېدل چې د پاکستان د دفاع جګړه مخته وړي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان یوه نسل په پاکستان کې لوی شوی، هلته یې زده‌کړې کړې او اوس د طالبانو په حکومت کې هم یو شمېر چارواکي د پاکستان د پوهنتونونو فارغان دي.

هغه پوښتنه کړې چې اسلام‌اباد ولې له دغو اړیکو او ظرفیتونو څخه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره ګټه نه اخلي.

اڅکزي د افغان کډوالو د ایستلو پر روان سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ګڼ افغانان له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، خو اوس په زور له دغه هېواد څخه ایستل کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر همداراز ویلي چې پاکستان له جدي سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او د ستونزو د حل لپاره باید د هېواد د ټولو ادارو او سیاسي لورو په ګډون ګډه د ګردي مېز غونډه جوړه شي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د اوسنیو سیاستونو په اړه روښانه نه ده چې پرېکړې یې څوک او د کوم هدف لپاره کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ